امنیت

د هرات اوسېدونکیو د وینې ورکولو د کمپاینونو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو درناوی وکړ

د عمر راپور

د هرات ولایت له ۶۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ستایلو لپاره د وینې ورکولو په یوه کمپاین کې برخه واخیستله او د تلې په ۲۰ مه یې په هرات ښار کې دغه ځواکونه وستایل. [عمر]

هرات -- د هرات ښار له ۶۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د تلې په ۲۰مه د هېواد امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکولو په يوه کمپاین کې برخه واخیستله، او په دې توګه یې له هغه چا څخه ملاتړ اعلان کړ چې د طالبانو او نورو ګواښونو پر ضد د خپلو سرونو قرباني ورکوي.‌

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوې محصلې سعیدې حیدري چې د وینې ورکولو په کمپاین کې یې برخه اخیستې وه، وویل، امنیتي ځواکونه د افغانستان واقعي بچیان دي چې هره ورځ د دې لپاره قرباني ورکوي چې خپل خلک او خاوره خوندي کړي.

حیدري وویل، "مونږ نشو کولی چې د هغوی قربانۍ هېرې کړو."

هغې زیاته کړه، "امنیتي ځواکونه د هرې ستاینې وړ دي. ما ټپي شویو امنیتي ځواکونو ته خپله وینه ورکړه. زه د هغوی د خدمت قدر او د هغوی ملاتړ کوم."

د هرات ولایت یو اوسېدونکی د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکوي. [عمر]

د هرات ولایت یو اوسېدونکی د تلې په ۲۰مه په هرات ښار کې افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکوي. [عمر]

یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې یو ټکسي تلاشي کوی. [عمر]

یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې یو ټکسي تلاشي کوی. [عمر]

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي صبغت الله فوشنجي وویل، "کله چې زه خبر شوم چې امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکولو کمپاین روان دی، ما خپل مسؤلیت وباله چې وینه ورکړم."

هغه وویل، "زه د افغانستان په ټولو خلکو باندې غږ کوم چې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي."

هغه زیاته کړه، "امنیتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي چې مونږ ته هوساینه برابره کړي. دا ۵۰۰ سي سي وینه یوه کوچنۍ اهدا ده -- مونږ تل د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او مونږ د هغوی ملاتړ کوو."

د هرات ولایت یوه بل اوسېدونکي نجیب الله وویل، "ما امنیتي ځواکونو ته د دې له امله وینه ورکړه چې هغوی خپل ژوند په خطر کې اچوي او له افغانستان او خلکو څخه یې دفاع وکړي."

هغه وویل، "امنیتي ځواکونو خپله وړتیا ثابته کړې ده. هغوی انتخاباتو ته مناسب امنیت برابر کړ او ترهګرو ته یې ښه درس ورکړ. مونږ له امنیتي ځواکونو څخه د هغوی د قربانیو له امله مننه کوو."

په هرات ولایت کې د وینې د بانک رییس ډاکتر فرهاد ترابي وویل، سږ کال په هرات ښار کې د وینې ورکولو ۸ کمپاینونه ترسره شوي چې وینه یې امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه ملي اردو ته ورکول شوې ده.

هغه وویل، "په هر کمپاین کې چې مونږ یې ترسره کوو، ملکي خلک راځي او په رضاکارانه توګه خپله وینه ورکوي او مونږ په هر کمپاین کې په زرګونو ملی لیټرونه وینه راټولوو." نوموړي زیاته کړه چې تنظیموونکیو په تېرو شپږو میاشتو کې د هرات له اوسېدونکیو څخه له ۸۰۰ لېټرو څخه ډېره وینه راټوله کړې ده.

ترابي وویل، "د وینې ورکولو په کمپاینونو سربېره، ملکي خلک هره ورځ د وینې بانک ته راځي او په لېوالتیا سره امنیتي ځواکونو ته وینه ورکوي."

هغه وویل، "مونږ د ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو او پولیسو سره له نژدې څخه همغږي لرو. کله چې اړتیا وي مونږ سمدلاسه وینه تأمینوو."

مورال لوړول

امنیتي چارواکو دغه ملاتړ ته هرکلی ویلی او وایي چې دا کار د هغوی مورال او د ترهګرو پر ضد مبارزه غښتلي کوي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، په هرات ولایت کې تأمین شوی امنیت له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ او له طالبانو څخه د هغوی د کرکې له برکته دی.

امرخېل وویل،‌ "کله چې ملکي خلک راټولېږي چې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي، دا د امنیتي ځواکونو مورال قوي کوي او هغوی دې ته هڅوي چې په قوي روحیه د جګړې ډګر ته ورستانه شي."

هغه وویل، "د جګړې په ډګر کې زمونږ ټپي شوي ځواکونه وینې ته سخته اړتیا لري، او دا وینه زمونږ د عسکرو ژوند ژغوري."

هغه زیاته کړه، "امنیتي ځواکونه د جګړې په صحیح لوري کې دي. زمونږ لومړۍ جبهه سوله ده ځکه مونږ غواړو چې طالبان تاوتریخوالی پرېږدي او وژل بس کړي، خو زمونږ دویمه جبهه د ترهګرو پر ضد ده، او مونږ هوډ لرو چې هغوی چې هر ځای ومومو هلته یې ووژنو."

د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه افسر تورن خدایداد وویل، "د خلکو ملاتړ زمونږ مورال دومره لوړوي چې په اساس یې مونږ له خپلې وظیفې سره مینه پیلوو."

هغه وویل، "کله چې مونږ د هغوی ملاتړ او ستاینه وینو، مونږ ټولې سختۍ او خطرونه هېروو. زه ډېر خوښ یم ځکه چې د عوامو ملاتړ یوه ډالۍ ده."

هغه زیاته کړه، "زه خپلو خلکو ته بیا اطمینان ورکوم چې مونږ به دښمنانو او ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې هغوی ته زیان ور ورسوي. دښمنان چې هر چېرې خپل سرونه راپورته کوي، مونږ به یې ووژنو."

په هرات ولایت کې یوې پوځي افسرې تورن حوا وویل، "د خلکو ملاتړ مونږ لا نور تشویقوي او مونږ دا پیاوړتیا راکوي چې له خپلو خلکو او ځمکې څخه دفاع وکړو."

هغې زیاته کړه، "کله چې ملکي خلک زمونږ ملاتړ کوي، دا زمونږ له ژمنتیا سره مرسته کوي او زمونږ په وظیفه کې علاقه مندي زیاتېږي."

د طالبانو ردول

د هرات د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، د وینې اهداوې ښیي چې خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.‌

هغه وویل، "دا چې د هغوی وینه د امنیتي ځواکونو په رګونو کې بهېږي، کله چې یو عسکر ټپي یا شهید کیږي، د دې معنی دا ده چې د ټولو مرستندویانو وینه رژیږي."

هاشمي وویل، "طالبان د بهرنیو استخباراتي ادارو د پلانونو ښکار شوي دي،او هغوی په دې نه پوهېږي چې هغوی ولې د خپلو خلکو پر ضد جنګ کوي او وژني یې."

هغه زیاته کړه، "له عسکرو سره د خلکو ملاتړ او هغوی ته وینه ورکول ښیي چې افغانان له طالبانو څخه کرکه لري او د هغوی ایډیالوژي ردوي."

هغه وویل،‌ "افغانان له تاوتریخوالي او وینې تویولو څخه په تنګ راغلي دي، او هیله لري چې په هېواد کې یې جګړه پای ته ورسېږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500