امنیت

شواهد ښیي چې د القاعدې او طالبانو تر منځ نژدې اړیکې دوام لري

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د غوایي په میاشت کې خپور شوی دی د طالبانو "د مجاهدینو د ټولي" غړي ښودل شوي دي. په هلمند کې د القاعدې او طالبانو د مشرانو تر منځ‌ د غټې سطحې د یوې کتنې په شمول ډېرې نښې د دواړو ډلو تر منځ د نژدې اړیکو دوام ته اشاره کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د غوایي په میاشت کې خپور شوی دی د طالبانو "د مجاهدینو د ټولي" غړي ښودل شوي دي. په هلمند کې د القاعدې او طالبانو د مشرانو تر منځ‌ د غټې سطحې د یوې کتنې په شمول ډېرې نښې د دواړو ډلو تر منځ د نژدې اړیکو دوام ته اشاره کوي. [آرشیف]

کابل -- په هلمند ولایت کې د القاعدې او طالبانو د جیګپوړو مشرانو تر منځ د لوړې کچې یوه وروستۍ کتنه د هغو شواهدو وروستۍ یوه ده چې د دواړو ډلو تر منځ د نژدې اړیکو دوام ته اشاره کوي.

عاصم عمر چې په ۱۳۹۳ کال کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې له جوړېدلو راهیسې یې د دغې څانګې مشري کوله د وږي په ۳۱/د تلې ۱ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز د امریکایي - افغان ګډ برید په ترڅ کې ووژل شو.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، "په هلمند کې، چېرې چې طالبان موجود دي او فعالیت کوي، د القاعدې د مشر وژنه ښیي چې طالبان او القاعده ډېرې نژدې اړیکې لري."

هغه وویل، "د القاعدې دغه مشر له خپلو همکارانو سره د دې لپاره ناست وو چې د ترهګریزو بریدونو لپاره پلان جوړ کړي."

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د لوګو تر څنګ لیدل کيدې شي. [آرشیف]

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د لوګو تر څنګ لیدل کيدې شي. [آرشیف]

په هلمند کې د هغه ځای عکس چې په کې د هند د براعظمګي لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر د وږي په میاشت کې د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې په داسې حال کې ووژل شو چې له طالب قوماندانانو سره یې کتنه روانه وه. [آرشیف]‌

په هلمند کې د هغه ځای عکس چې په کې د هند د براعظمګي لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر د وږي په میاشت کې د افغان هوایي ځواک په یوه برید کې په داسې حال کې ووژل شو چې له طالب قوماندانانو سره یې کتنه روانه وه. [آرشیف]‌

د ملي امنیت ریاست وویل چې عمر یو پاکستانی تبعه وو په داسې حال کې چې ځینې راپورونه ادعا کوي چې هغه په هندوستان کې پیدا شوی وو.

د ملي امنیت ریاست په ټوېټر وویل، "هغه د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې ۶ نورو غړو سره یوځای ووژل شو چې اکثر یې پاکستانیان وو،" او زیاته یې کړه چې عمر د طالبانو په منځ کې ځان ته "ځای نیولی" وو.

د ملي امنیت ریاست وویل، د هند براعظمګي لپاره د القاعدې د څانګې د شپږو غړو تر منځ چې په دغه برید کې ووژل شول یو کس د "ریحان" په نامه یاد شوی چې د عمر او د القاعدې د مشر ایمن الظواهري تر منځ به یې د ارتباطي په توګه کار کاوه.

په عین عملیاتو کې له شلو څخه ډېر طالبان هم ووژل شول.‌

ستراتیژیک ارتباط

طالبانو د تلې په ۱۶مه یوه ویناپاڼه خپره کړه چې په کې یې د عمر وژنه رد کړه، خو افغان چارواکي او تحلیلګران وایي چې د طالبانو د انکار تر شا یوه ستراتیژي موجوده ده.

امان وویل، "طالبانو د سولې د خبرو په ترڅ کې وویل چې هغوی له القاعدې سره اړیکې نه لري، او له دې امله هغوی د القاعدې د مشر د وژنې خبر رد کړ ځکه چې دغه خبر له القاعدې سره د هغوی له اړیکو څخه پرده پورته کوله."

هغه وویل، "دواړه ډلې د افغانستان دښمنان دي.‌ د طالبانو او القاعدې پر ضد زمونږ عملیات پراخ شوي دي، او مونږ هوډ لرو چې هغوی له منځه وېسو."

د پوځي چارو یوه تحلیلګر او د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، طالبانو او القاعدې له تېرو دوه لسیزو راهیسې یو ستراتیژیک او نژدې ارتباط درلود.

طالبانو اسامه بن لادن او القاعدې ته په افغانستان کې پناه ځای برابر کړی وو په داسې حال کې چې دغې ډلې ترهګریز بریدونه پلانول او د ۱۳۸۰ د وږي د ۲۰مې یا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په شمول بریدونه یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ترسره کول.

هغه وویل، "طالبان ادعا کوي چې هغوی له القاعدې سره هېڅ اړیکې نه لري څو په دې توګه نړۍ واله ټولنه وغولوي، خو د طالبانو په لوی مرکز هلمند کې د القاعدې د یوه غړي عاصم عمر وژنه ښیي چې یادې ډلې له القاعدې سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې نه دي پرې کړي."

وزیري وویل، "طالبانو په دوحه کې په خپلو خبرو کې د امریکا د سولې مرکچیانو ته دروغ وویل چې هغوی له القاعدې او نورو خارجي ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري."

هغه وویل، "حقیقت دا دی چې طالبان،‌ القاعده، حقاني شبکه او ټولې سیمه ییزې ترهګرې ډلې یو له بل سره صمیمي او نژدې اړیکې لري، او زمونږ معلومات ښيي چې القاعده د طالبانو د عملیاتو یوه برخه تمویلوي."

د البیان په څېر د القاعدې خواخوږې رسنۍ هم په منظمه توګه د طالبانو پیغامونه خپروي چې ډېرې نښېپه کې د دوامدار یووالي لیدل کیږي.‌

شریک ګټې او هدفونه

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عارف کیاني وویل،"په هلمند کې د القاعدې د مشر وژنه -- او د طالبانو په لیکو کې د تاجک،‌ عرب، ازبک او اویغور جنګیالیو حضور چې د افغانانو او نړۍ والو ځواکونو پر ضد جنګ کوي -- ښیي چې طالبان تر اوسه هم له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره قوي اړیکې لري."

هغه وویل، "له نظریاتي نقطه نظر څخه، طالبان له جوړیدو راهیسې له القاعدې سره د نه منلو وړ او څو اړخیزې اړیکې لري." "دوی اهداف، ګټې او نظرونه شریکوي، او ورته سیمه ایز ملاتړي لري.دوی دواړه . دوی دواړه د تور اقتصاد څخه ګټه پورته کوي، په ورته جغرافیه کې فعالیت کوي، او معلومات او نظامي سرچینې شریکوي."

هغه وویل، "دا هغه لوی فکټورونه دي چې طالبان یې القاعدې ته دومره ډېر نژدې کړي دي، او هغوی په خپلو کې سره عضوي او د نه ماتېدلو وړ ارتباطات جوړ کړي چې دا یې په ډېرو سیمو کې ساتلي دي."

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر اسدالله ولوالجي وویل، "په افغانستان کې د فعالیت کولو لپاره نورو ترهګرو ډلو ته په فرصت برابرولو سربېره، طالبانو له ډېرو سیمه ییزو ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي نه دي."

هغه وویل، "القاعدې او طالبانو یو له بل سره بیعت کړی دی او هغوی لا هم یو بل ته متعهد دي."

ولوالجي وویل، "طالبان ځینې وختونه له القاعدې سره خپل ارتباطات پټوي چې افغانانو او نړۍ والې ټولن ته وښیي چې هغوی مستقل دي،" او زیاته یې کړه چې د عمر د وژنې په هکله د طالبانو انکار "له القاعدې سره د هغوی قوي اړیکې ثابتوي."

له ایډیالوژیکو ارتباطاتو وراخوا

تحلیلګران وایي چې دغه ارتباط له ایډیالوژي څخه پښه اړوي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر سکندر اصغري وویل، "ځینې وختونه د طالبانو او القاعدې قوماندانان د جنګ د رهبري کولو په برخه کې پخپلو کې یو له بل سره مشورې کوي، او هغوی په ځانګړیو هدفونو باندې د بریدونو ترسره کولو لپاره ګډ پلانونه جوړوي."

هغه وویل، "د دواړو ډلو په اړیکو یا هدفونو کې هېڅ تغیرات نه دي راغلي."

هغه وویل، "طالبانو د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د القاعدې پاتې شونو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي، او هغوی د القاعدې د ځانګړیو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت هم پر غاړه اخلي."

هغه وویل،‌"طالبان هڅه کوي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پټې کړي، چې هغوی وکولی شي نړۍ ته دروغ ووایي چې دغه ډله [طالبان] نور هغوی ته ګواښ نه دی."

هغه وویل، که وغولول شي، "سیمه ییز هېوادونه او نړۍ واله ټولنه ښایي یاده ډله د داسې یوه مستقل افغان حرکت په توګه په رسمیت وپېژني چې هغه په افغانستان کې د خپلو هدفونو لپاره مبارزه کوي."

"خو شواهد او په هلمند کې د القاعدې د مشر د وژنې په هکله د طالبانو موقف ښیي چې طالبانو هېڅکله هم له القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي."

ولسمشر اشرف غني په هلمند ولایت کې د طالبانو په مرکز باندې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات چې په نتیجه کې یې عمر او نور ستراتیژیک هدفونه ووژل شول، وستایل.

هغه د تلې په ۱۷مه د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، "د القاعدې د مشر او په افغانستان کې د یادې ډلې د نورو مهمو څېرو وژنه ثابتوي چې دغه ډله په افغانستان کې فعاله ده، او هیڅوک هم نشي کولی چې له القاعدې سره د طالبانو له اړیکو څخه انکار وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

صحیح تحلیل

ځواب ورکړئ