امنیت

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وایي، له افغانستان څخه د ځواکونو د ناڅاپي اېستلو پلان نه لري

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر د تلې په ۲۸ مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره روان دی. [د دفاع وزیر ډاکتر مارک ټي اېسپر/ټوېټر]

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر د تلې په ۲۸ مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره روان دی. [د دفاع وزیر ډاکتر مارک ټي اېسپر/ټوېټر]

کابل -- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) وویل، افغانان باید د سوریې له یو شمېر برخو څخه د امریکا وتل د افغانستان لپاره د یوه سلف په توګه غلط تعبیر نه کړي.

د متحده ایالاتو ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې له شمال ختیځې سوریې څخه به ۱۰۰۰ امریکایي عسکر وځي.‌

اېسپر وویل چې متحده ایالات له افغانستان سره "اوږدمهالې ژمنتیا" ساتي، او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد لپاره د امریکا پالیسي بېخې بل ډول ده.‌

هغه وویل، "دا ټول شیان باید زمونږ افغان متحدین او نور ډاډمن کړي چې هغوی باید د سوریې په هکله زمونږ د وروستۍ اونۍ او نور کارونه غلط تعبیر نه کړي او له افغانستان سره یې توپیر وکړي."

اېسپر په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدلو په ارادې باندې ټينګار وکړ او د داعش ځايي څانګې ته په اشاره سره يې وویل، دا اوس هم له هغه ترهګریز ګواښ سره مخامخ دی چې د القاعدې په شکل کې رامنځته شو او د القاعدې، طالبانو او د داعش د خراسان څانګې په شکل کې ليدل کيدې شي."

متحده ایالات او طالبان تېره میاشت داسې یوې هوکړې ته نژدې شوي وو چې په نتیجه کې به یې یو شمېر امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه وتل پيلول او په مقابل کې به یې یاغيانو بېلابېلې امنیتي ژمنې کولې.

خو خبرې اترې په وروستۍ دقیقه کې هغه وخت ناکامې شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه خبرې "مړې" اعلان کړې کله چې طالبانو د وږي په ۱۴مه بریدونو ته زور ور کړ او په دې لړ کې یې په کابل کې د یوه برید په ترڅ کې د ۱۲ کسانو ژوند واخیست.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، د تېر کال په ترڅ کې متحده ایالاتو خپل پوځي ځواک د خواوشا ۲۰۰۰ عسکرو په شمېر کې راکم کړی دی.‌

مېلر له اېسپر سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل، "مونږ چې په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره کار کوو، مونږ تل په دې غور کوو چې ځواک داسې برابر کړو چې ډېر اغېزناک وګرځي."

مېلر وویل، د عسکرو کمول "د تېر کال په ترڅ کې زمونږ له خوا د اغېزناک ګرځولو برخه وو."

د ځواک کمول له طالبانو سره کومې متوقع هوکړې پورې اړه نه لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیټ وویل، اوس متحده ایالات په دغه هېواد کې خواوشا ۱۳۰۰۰ تنه عسکر لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500