امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې باندر دره له داعش څخه پاکه کړه

د خالد زېري راپور

افغان توپچي ځواک د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش یو پټنځای ولي. [خالد زېری]

افغان توپچي ځواک د وږي په ۲۵مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د داعش یو پټنځای ولي. [خالد زېری]

ننګرهار -- چارواکي وایي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې باندر دره د داعش له جنګیالیو څخه پاکه کړه.

پوځي عملیات په سیمه کېد وږي په ۱۹مه پیل شول او د تلې په ۲۳مه پای ته ورسېدل.

داعش یو وخت ننګرهار ولایت د خپل خراسان څانګې د مرکزي دفتر په توګه اعلان کړې وو . افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره د هغوی هیلې په اوبو لاهو کړې.

د ملي امنیت ریاست ولایتي رییس جنرال نظرعلي واحدي د تلې په ۲۳مه خبریالانو ته وویل، "په دغو عملیاتو کې له ۵۰ څخه ډېر جنګیالي وژل شوي دي. په سیمه کې د داعش ټوله رهبري بهرنیان ول."

اته داعشي او درې طالب جنګیالي د تلې په ۲۳مه په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست په سیمه ییز دفتر کې رسنیو ته ښودل کیږي. [خالد زېری]

اته داعشي او درې طالب جنګیالي د تلې په ۲۳مه په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست په سیمه ییز دفتر کې رسنیو ته ښودل کیږي. [خالد زېری]

هغه وویل، په دې عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې د رییس مرستیال امید ووژل شو.

واحدي وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د داعش له خوا ښخ کړای شوي ماینونه پاک کړل.

اورپکي ونیول شول

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل خبریالانو ته وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د یوې اونۍ په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸ تنه داعشي او ۳ تنه طالب جنګیالي ونیول.

هغه وویل، "ګډ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه پوره وړتیا ولري چې اورپکي مات کړي،" او د تلې په ۲۳مه یې نیول شوي کسان رسنیو ته وړاندې کړل.

همدارنګه، د ملي امنیت ریاست ولایتي ادارې خبریالانو ته یوه ویډیو ور ووېشله چې په کې بندیانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

امنیت په ټول ولایت کې د پرمختګ په لور روان شوی دی.‌

د اچین ولسوال عاشق الله سادات وویل، "تر اوسه پورې مونږ په باندر دره کې د خلکو د پاڅون له ځواکونو څخه ۹ د تلاشۍ پوستې جوړې کړي او پلان لرو چې دوه نورې هم جوړې کړو. همدارنګه به مونږ دلته دوه بېسونه هم جوړ کړو او حکومت له مونږ سره ژمنه کړې چې هغوی به په سیمه کې د سرحدي پولیسو یو ټولی هم توظیف کړي."

د باندر درې یوه اوسېدونکي محمد ګلاب چې د نا امنۍ په اوج کې یې خپل کور پرېښی وو، وویل، "اوس چې د تلاشۍ پوستې هم جوړې شوي دي، مونږ غواړو چې خپل کلي ته راستانه شو."

هغه وویل، "مونږ دا څو کاله د نورو خلکو په کورونو کې سخت ژوند تېر کړ."

هغه چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له عملیاتو څخه وروسته یې له خپل کور څخه لیدنه کوله، وویل، "ما له پنځو کالونو راهیسې خپل کور نه وو لیدلی،‌ او اوس دلته هر څه نااشنا ښکاري. هر څه خراب شوي، خو زه خوښ یم چې اوس سیمه امن شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500