ترکمن ډاکټران هرات ته راځي

جمعه ګلي انایېف

عشق اباد -- وطن راډېو د جون په ۴مه د ترکمنستان د کابینې د جون د ۳مې د مجلس په حواله راپور ورکړ چې، د ترکمنستان حکومت د افغانستان هرات ولایت ته د ډاکټرانو او نرسانو یوه ډله، تجهیزات او درمل لیږي چې په تورغونډۍ کلي کې د یوه نوي نسایي وارډ په چلولو کې مرسته وکړي.

ترکمنستان د نسایي وارډ د جوړولو لګښت له خپل جګړه ځپلي ګاونډي سره د یوې نښې په توګه تادیه کړ. په افغانستان کې د ترکمنستان د مرستو په نورو پروژو کې یو کلینیک، ښوونځی، د بشري مرستو منظم د لاریو کاروانونه، او په ارزانه بیو د برېښنا صدور شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500