د افغانستان د ولسي جرګې غړی، ۲ ژورنالستان او يو ولايتي څارنوال ووژل شول

د سټاف راپور

۵ جون، کابل - د افغانستان د ولسي جرګې غړی، دوه خبريالان او يو ولايتي مشر څارنوال په افغانستان کي په اوو وژل شوي ملکي وګړو کي شامل و.

تولو نيوز راپور ورکړ چي د ريموټ کنټرول بم په کابل کې د جون په ۵ مه د ولسي جرګې غړی شیر ولي وردګ ووژلو. په دي پيښه کې دوه نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې دا چاودنه د وردګ د کور په دروازه بهر وشوه کله چي هغه کورته راتلو.

د ازادې راډيو اروپا / راډيو ازادې راپور ورکړ چي د لوګر ولایت نوی ټاکل شوي مشر څارنوال محمد اکرم نجات په هغه لږ تر لږه اوه تنه کې شامل و کوم چې په پل علم کي د طالبانو له خوا وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، کله چي نجات په لومړي ځل خلکو ته مخاطب کيدو، هغه مهال درې طالبانو په مراسمو کې بريد وکړ. هغه زياته کړه چې امنیتي ځواکونو دغه ترهګر وژل.

تولو نيوز راپور ورکړ، چي طالبانو د هلمند په ولایت کې د افغان ملي اردو(ANA) يو بهرني خبريال او د هغه د افغان فلمبردارۍ هنرمند ووژلو.

د اردو او د ژورنالستانو موټرد بمبارۍ په منګولو کي راغلل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500