افغان ځواکونو ۱۳ وسله وال او يو قوماندان ووژل

د سټاف راپور

ننګرهار، افغانستان - رسنيو راپور ورکړ چي لږ تر لږه ۱۳ ترهګر او یو مهم قوماندان په دې وروستيو کې په ننګرهار او غزني ولایتونو کې وژل شوي دي.

د خامه پریس له مخې ، د دفاع وزارت (MoD ) د جون په ۸ مه وويل چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د "د عراق او شام اسلامي دولت " (داعش) لږ تر لږه شپږغړي او يو قوماندان په کوټ ولسوالۍ، ننګرهار ولایت کي وژلي دي.

د خامه پریس له مخي، د دفاع وزارت وايي، د جون په ۸ مه یو هوايي برید په دې وروستيو کې جيرو ولسوالۍ، د غزني په ولایت کې اووه تنه نور وسله وال وژلي دي.

له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت له مخي، د افغانستان ملي اردو(ANA) په دې وروستيو کې پنځه شکمن ترهګر د غزني ولایت په په مقر ولسوالۍ کې نیولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500