د طالبانو د فعالیتونو د ډېرښت له امله افغان - تاجک سوداګري راکمه شوې ده

سټاف راپور

دوشنبه -- د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو تاجکي سروېس د جون په ۱۴مه د افغان او تاجک مبصرینو له قوله ویلي چې په دې وروستیو کې د افغان-تاجک د پولې او د افغانستان د کندز ولایت ترمنځ لویه لاره باندې د طالبانو د بې رحمانه کارونو څخه وروسته تاجک لارۍ چلوونکي دغې لویې لارې څخه د استفادې کولو نه انکار کوي.

تاجک لارۍ چلوونکيو په ځانګړې توګه په دې سخت ټکان وخوړ چې طالبانو د یوه بس او یوه ویګن له یوه درجن څخه ډېر مسافر د می په ۳۱مه یرغمل و نیول او بیا یې په ډله ییزه توګه ووژل.

د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، په خطرناکه لویه لاره د تاجکانو له خوا له تګ څخه انکار دې ته لاره هواره کړه چې په یاده لاره تاجک - افغان سوداګري له سقوط سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د کندوز د ګمرک رییس شهاب الدین بابر د جون په ۱۴مه د ازادې اروپا ازادۍ راډېو ته وویل چې، د هغې مالونو حجم چې د افغانستان له لاې تاجکستان ته وړل کېدل په تېرو درې میاشتو کې ۶۰٪ را کم شوی دی. نوموړي وویل، «درې میاشتې مخکې، په ورځ کې ۵۰ لارۍ له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتلې په داسې حال کې چې اوس دغه شمېر په ورځ کې له ۱۵ څخه ۱۷ لاریو ته را ټیټ شوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500