۳ تاجکان د مخدره موادو د قاچاق له امله بندي کړای شول

سټاف راپور

دوشنبه -- د ازادې اروپا ازادۍ راډېو د جون په ۱۶مه راپور ورکړ چې، د ختلون ولایت یوې محکمې په وروستیو وختونو کې دوه تنه د پوهنتون محصلین د مخدره موادو د قاچاق او په ناقانونه توګه له سرحد څخه د تېرېدنې له امله په ۱۴ کاله زندان محکوم کړل. د هغوی یو بل ملګری چې د لېسې د عمر وو په ۶ کاله زندان محکوم شو.

اخمد شوخ شېروف او رخیم علي شریف چې دواړه د ختلون ولایت د یول د کلي اوسېدونکي دي په جنورۍ کې افغانستان ته اوښتي ول چې هلته چرس او اپین واخلي. له هغوی سره د هغوی ملګری علي شېر عبدوخافظ چې د لېسې زده کوونکی دی هم ملګری وو.

شېروف او شریف تاجکستان ته له ۱۷ کیلوګرامه اپین او ۱۵ کیلوګرامه چرسو سره راستانه شول. هغوی عبدوخافظ په افغانستان کې د موادو له خرڅوونکیو سره د دې له پاره امانت پرېښی وو چې هغوی پاتې پیسې ور ورسوي.

چارواکو شېروف او شریف له رارسېدلو سره سم ونیول.

تاجک ځواکونو عبدوخافظ په فبرورۍ کې وژغوره، خو محکمې د هغه د مخدره موادو د قاچاق جرم هم ثابت کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500