په ترکمن - افغان سرحد جنجال لا هم روان دی

جمعه ګلي انایېف

کابل -- د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو ترکمني څانګه د کابل د تحلیلګرانو د مرکز د یوه کارپوه عبید علي له قوله وایي چې، په ترکمن - افغان سرحد وضعه په تېرو درې کالونو کې بدتره شوې ده.

علي وویل چې، په سرحدي سیمه کې وضعیت د هغو ګڼو افراطي ګروپونو د موجودیت له امله خراب شوی دی چې په لویو لارو قبضه کوي، خلک یرغمل نیسي، ملکي خلک لوټي، او حکومتي کارمندان وژني او غواړي په دې توګه خپل زور وښیي.

د ازادې اروپا د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د افغانستان شمالي سیمه د هغو اورپکو له پاره چې غواړي چې د برېښنا د هغو لینونو چې د منځنۍ اسیا برېښنا انتقالوي او د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ په شمول له اقتصادي پلوه مهمه بېخ بناء ونیسي، اوس هم داسې دی چې هغوی یې د لاسته راوړلو شدید خواهش لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500