هرات، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د جون په ۲۲مه خبر ورکړ چې، افغان سرتېرو د تېرو درې میاشتو په موده کې په هرات ولایت کې خواوشا ۲۳۴ تنه اورپکي وژلي دي.
د هرات ولایت د امنیې قوماندان عبدالمجید روزي وویل چې، دغه عملیات په هرات ښار او په پنځو ولسوالیو کې ترسره شول.
هغه وویل چې امنیتی ځواکونو په دغه موده کې ۲۷۸ تنه له ترهګرۍ سره د تړاو په تور ونیول او زیاته یې کړه چې هغوی ته د عملیاتو د ترسره کولو په نتیجه کې هېڅ تلفات ور وانه وښتل.