تاجيکانو د افغانستان د مخدره توکو قاچاق وړونکی ووژلو

د سټاف راپور

د شنبې -- AKN د جون په ۲۴مه په خبرپاڼه کې وويل،چي تاجک د مخدره موادو د کنترول د ادارې (AKN) پرسونل او سرحدي ځواکونو د جون په ۲۲-۲۳ مه د شپې یو افغانی وژلی دی کله چي هغه تاجکستان ته د مخدره موادو قاچاق کولو هڅه کوله.

AKN وويل، چې د افغانستان د مخدره موادو څلور قاچاق وړونکي په جيکوزي کلي په ختلان ولایت کې سرحد مات کړو. کله چې AKN او سرحدي ځواکونو افغانانوته امر وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کښيږدي، نو پر ځای یې ډزې وکړې. هم دا وجه وه چي تاجيکانو بېرته ډزې وکړې.

د افغانانو له دریو څخه بېرته افغانستان ته وتښتېدل خو د تاجک ځواکونو د جګړې وروسته د يو قاچاق وړونکي جسد وموند. تاجيکان ۹۴۵ ګرامه چرس او۲۳.۱ کلوګرامه څخه زيات اپين په دي پيښه کي هم وموندل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500