کابل -- په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې ۹۴ تنه اورپکي، ۷ تنه د افغان ملي اردو عسکر او یو د اروزګان ولایت د سولې د عالي شورا غړی ووژل شول. ښایي چې د یو شمېر اورپکي د وژنې راپور دوه ځلې ورکول شوی وي.
خامه پرېس د جون په ۲۸مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) ۳۷ تنه غړي ووژل شول.
دفاع وزارت وویل چې اردو وروسته له هغه د جون په ۲۴مه په کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۸ په نامه عملیات پيل کړل چې داعش په کوټ کې د پولیسو د تلاشۍ په پوستو حمله وکړه.
د دفاع وزارت د جون په ۲۷مه په یوه بیانیه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۷ تنه ووژل، او زیاته یې کړه چې په دغو جګړو کې ۷ تنو عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ.
خامه پرېس د جون په ۲۷مه د ملي امنیت د ریاست له قوله خبر ورکړ چې د ملي امنیت کارمندانو په وروستیو وختونو کې د کونړ ولایت په اسد اباد ښار کې يو ترهګریز پلان شنډ کړ او یو کس یې چې شک پرې کېده چې ځانمرګی برید به وکړي، ونیو.
یوه امنیتي چارواکي د جون په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو کسانو د جون په ۲۶مه د اروزګان ولایت د سولې د عالي شورا یو پخوانی مشر عبدالباقي په ترینکوټ کې وواژه.