افغانستان کابل کې د جون د ۳۰مې له برید وروسته د ۱۰ چارواکو پلټنه کوي

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو ویلي چې له هغه ځانمرګي برید څخه وروسته چې د جون په ۳۰مه نېټه یې په کابل کې د پولیس محصلینو کاروان ویجاړ کړ، د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پنځه تنه جنرالان او پنځه تنه نور پولیس چارواکي تر پلټنې لاندې نیول شوي دي.

د خامه پریس د جولای د ۴مې د راپور له مخې، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د دوو طالبانو له خوا ترسره شوي دغه ځانمرګي برید ۳۳ تنه وژلي ول.

طلوع نیوز د جولای په ۴مه د ولسمشر اشرف غني د یوه سلاکار نصرالله ستانکزي په حواله راپور ورکړ چې تر تفتیش لاندې افسرانو دا مسؤلیت درلود چې دغه تر روزنې لاندې پولیس محصلین له میدان وردک ولایت څخه کابل ته انتقال کړي.

ستانکزي د جولای په ۴مه نېټه وویل، "هغو کسانو ته به چې معلومه شي چې له خپلو وظایفو څخه یې غفلت کړی دی سزا ورکول شي."

د پولیسۍ یوه محصل حسیب الله، چې له بریده روغ وتلی، طلوع نیوز ته ویلي چې بریدکوونکي د روزنې لاندې پولیسو بس ته د روزنې په مرکز کې ختلي ول.

د خامه پرېس له مخې صدیقي ویلي چې چارواکو له دغه ځانمرګي برید څخه وروسته ۱۰ تنه لوړپوړي امنیتي چارواکي له وظایفو څخه لیرې کړل.

دا خبره نه ده واضحه شوې چې دغه ۱۰ تنه هماغه ۱۰ چارواکي دي چې تر پلټنو لاندې دي.

خامه پریس راپور ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې امنیتي ځواکونو په کابل کې د جولای په ۴مه نېټه یو د سرک د غاړې بم شنډ کړ.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست د جولای په ۴مه ویلي چې په پکتیا ولایت کې د ملي امنیت ریاست یو داسې ځانمرګی بریدکوونکی ودرولو چې نږدې وو په بازار کې ځان ته چاودنه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500