۱۰۴ افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په بدخشان او خوست ولایتونو کې په وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۸۰ تنه اورپکي ووژل شول، په داسې حال کې چې ۲۴ تنو اورپکو په زابل ولایت کې په تصادفي ډول ځانونو ته چاودنه ورکړه.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د بدخشان د امنیې قوماندان غلام سخي غفوري د جولای په ۵ مه وویل چې امنیتي ځواکونو د جولای په وروستیو کې د بدخشان ولایت په ارخنجخوا ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ تنه اورپکي ووژل.

د خامه پرېس د جولای د ۴ مې نېټې د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې سرتېرو په وروستیو وختونو کې د خوست ولایت په موسی خېل ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶۷ تنه بریدګر اورپکي ووژل. د دفاع وزارت وویل چې په ترهګرو کې افغانان او بهرنیان دواړه شامل ول.

د زابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال ډګروال غلام جېلاني فراهي د جولای په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې لږ تر لږه ۲۴ تنه اورپکی چې ۱۱ تنو یې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو اراده لرله د یاد ولایت په تنګي کلي کې په خپلو چاودونکیو موادو ووژل شول. دغو ترهګرو روزنه ترلاسه کوله.

فراهي زیاته کړه چې په وژل شویو اورپکو کې د خاک افغان ولسوالۍ له پاره د طالبانو په نامه ولسوال او یو شمېر بهرنیان شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500