استرالیا د افغان ځواکونو له پاره ۳۰۰ ملیونه امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه

د سټاف راپور

کابل -- خامه پریس د جولای په ۸مه راپور ورکړ چې استرالیا به افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختیا له پاره نور ۳۰۰ ملیونه امریکايي ډالر (۲۰.۵ ملیارده افغانۍ) ورکړي.

استرالیا د دې لوی رقم اعلان په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې له غونډې څخه مخکې وکړ.‌ دغه غونډه به د افغانستان په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د ازادۍ راډیو د راپور په اساس،‌ د ارام سمندر د سیمې د دې هیواد دولت د جولای په ۸مه نېټه په یوه بیانیه کې وویل چې دغه هیواد ژمن دی چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیسو له پاره نور ۱۰۰ ملیونه امریکايي ډالر (۶.۹ ملیارده افغانۍ) ورکړي.

له دې وړاندې استرالیا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۷ پورې افغان ځواکونو ته د ټول ټال ۵۰۰ ملیونه امریکايي ډالرو (۳۴.۳ ملیارده افغانیو) ورکولو ژمنه کړې وه.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې استرالیا په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي پورې د نورو شپږو میاشتو لپاره اوږد کړ چې په راتلونکي کې په کې د نور اوږدوالي احتمال هم شته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500