۳۹ افغان اورپکي ۲ عسکر، او ۳ ماشومان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د دفاع وزارت د جولای د ۱۰مې د یوې اعلامیې له مخې وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په افغانستان کې د ۳۹ تنو وژل شويو اورپکو له ډلې څخه لږ تر لږه ۳۱ تنه د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) غړي ول.

د دفاع وزارت وویل چې په جنګ کې د افغان ملي اردو دوه تنه سرتېري ووژل شول.

خامه پرېس راپور ورکړ چې د داعش اورپکي د ننګرهار ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې په حملو کې ووژل شول.

په ورته وخت کې خامه پرېس د ملي امنیت ریاست د جولای د ۱۱مې د یوې اعلامیې په اساس ولیکل چې د ملي امنیت پرسونل په وروستیو وختونو کې درې تنه چې د حقاني شبکې د ځانمرګو بمي بریدونو د طراحانو تور پرې لګول شوی دی، ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، یادو کسانو ته د داسې مقناطیسي بمونو د جوړونې مهارت ورکول شوی دی چې کېدی شي د موبایل فونونو له لارې وچول شي.

طلوع نیوز د جولای په ۱۱مه د جنرال قسیم جنګل باغ له قوله وویل چې افغان او ایتلافي ځواکونو د جولای په ۱۰مه د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ونیول.

په ورته وخت کې، خامه پرېس د کندهار ولایت د پولیسو د ویاند ضیاء دراني له قوله ولیکل چې په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې یوه بم درې تنه ماشومان ووژل.

هغه زیاته کړه چې یادو ماشومانو یوه رکشه چلوله چې د سړک پرغاړه په یوه بم ور وختله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500