افغان ځواکونو د طالبانو د قاضي په شمول ۲۸ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي چې د طالبانو یو تش په نامه قاضي هم په کې شامل وو، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په درې ولایتونو کې ووژل شول.

د غزني ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال امین الله امرخېل د جولای په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو له خوا د یوه تش په نامه قاضي په شمول ۴ تنه اورپکي د یاد ولایت په آب بند ولسوالۍ کې په وروستیو وختونو کې په ډزو کې ووژل شول.

طلوع نیوز د کورنیو چارو د وزارت د جولای د ۱۲مې د یوې بیانیې په اساس وویل چېې امنیتي ځواکونو د جولای په ۱۱مه په یوه جګړه کې چې وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو په فراه ولایت کې د پولیسو په یوه پوسته حمله وکړه، نژدې ۱۰ تنه اورپکي ووژل.

خامه پرېس د جولای په ۱۲مه د دفاع وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) اړوند یو قوماندان او ۱۳ تنه ترهګر په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500