افغان اورپکو په کاپیسا کې د وکیل محافظ او په پکتیا کې د محلي پولیسو قوماندان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- په دې وروستیو کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان او د یو افغان وکیل محافظ ووژل شول، په داسې حال کې چې د اورپکو یوه بم د ښوونځي څلور ماشومان او یو ښوونکی ټپیان کړل.

خامه پریس د ښوونې او روزنې د ځایي چارواکو له قوله ولیکل چې، دغه بم په وروستیو کې د خوست ښار د یوه ښوونځي په شپږم ټولګي کې وچاودېد.

د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیصر قادري پژواک خبري اژانس ته وویل چې ترهګرو د جولای په ۱۰مه د دغه ولایت په کوهستان-۲ ولسوالۍ کې د پارلمان د یوه استازي حبیب افغان یو ساتونکی په ډزو وواژه.

قادري وویل چې ساتونکی ووژل شو او ورور یې ټپي شو خو د ډزو په تبادله کې یو ترهګر مړ شو.

د پکتیا ولایت د پولیسو مشر برید جنرال قادر ګل ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جولای په ۱۱مه د دغه ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوې بمي چاودنې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان میر اسلم دوراندېش وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500