افغانستان په نورستان کې ۱۵ پرمختیايي پروژې بشپړې کړې

د سټاف راپور

نورستان، افغانستان -- د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د جولای په ۱۲مه اعلان وکړ چې په وروستیو کې یې په نورستان ولایت کې ۱۵ پرمختیايي پروژې بشپړې کړي دي.

په بیانیه کې راغلي چې دغه پروژې د۱۳ملیونو افغانیو (۱۸۹،۳۷۱ امریکايي ډالرو) په لګښت په مندوګ، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام لاندې ترسره شوې.

په دوی کې د یوې ۷.۳ کیلومتره اوږدې لارې او یو تقریباً ۱.۶ کیلومتره اوږده سرک جوړول شامل دي.

د وزارت په وینا چې، له دغو پروژو څخه به خواوشا ۲،۸۵۲ کورنیو ته ګټه ورسېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500