په افغانستان کې ۲۲ اورپکي او ۷ امنیتي کسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په مختلفو برخو کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي او ۷ تنه امنیتي کسان ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د جولای په ۱۳مه وویل چې ځواکونو په مختلفو ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د طالبانو د یوه تش په نامه قاضي په ګډون لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل.

دفاع وزارت زیاته کړه چې څلور تنه سرتېري هم ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست د جولای په ۱۴مه نېټه په یوه بیانیه کې وویل چې د ملي امنیت د عملیاتو ترسره کوونکو په وروستیو کې د بدخشان ولایت د کوف په ولسوالۍ کې د تاجکستان د یوه تبعه په ګډون څلور تنه طالبان ونیول.

د خامه پریس د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست وویل چې یوه بل تاجک سیند ته ور ټوپ کړل او ډوب شو.

په عین حال کې، خامه پریس د جولای په ۱۳مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په جلا عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې دوه تاجکان چې له داعش سره د یوځای کېدلو له پاره روان ول، ونیول.

په عین حال کې، د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د فراه ولایت ځايي چارواکو د جولای په ۱۳مه وویل چې اورپکو د جولای په ۱۲مه د دغه ولایت د جوین په ولسوالۍ کې د پولیسو دوه تنه هغه افسران ووژل چې د سرک د جوړولو د یوې پروژې ساتنه یې کوله.

د افغانستان ټایمز د خبر له مخې د جنایي عدالت وظیفوي ځواک (CJTF) د جولای په ۱۳مه په یوه بیانیه کې وویل چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې پولیسو تېره اونۍ په کابل، هرات او بغلان ولایتونو کې د مخدره موادو نهه تنه شکمن قاچاقچیان ونیول.

د جنايي عدالت وظیفوي ځواک (CJTF) وویل چې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې پولیسو خواوشا ۵۶۸ کیلوګرامه اپین او ډول ډول د مخدره موادو لپاره کارېدونکي مواد او وسلې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500