کابل -- طلوع نیوز د تاوتریخوالي په هکله د خپل شپږ میاشتني راپور په اساس ویلي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمايي کې د ۲۰۱۵ کال د عین مودې په نسبت تاوتریخوالی ۱۲٪ راکم شوی دی، خو د اورپکو او پولیسو تلفات ۱۵٪ ډېر شوي دي.
د اردو په تلفاتو کې ۳۷٪ ډېرښت راغلی، په داسې حال کې چې د پولیسو تلفات ۳۰٪ راکم شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایي کې نژدې ۷۰۰۰ اورپکي او ۱۷۰۰ امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمایي کې ۴۲۰۹ امنیتي پېښې د تېر کال د عین مودې په نسبت ۱۲٪ کمی ښیي.