افغان ځواکونو ۵۸ اورپکي او د طالبانو ۴۵ قوماندانان وژلي

سټاف راپور

کابل -- په ټول افغانستان کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۵۸ اورپکي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په تېرو څلورو میاشتو کې د طالبانو لخوا نومول شوو والیانو او نایب والیانو په ګډون د طالبانو لږ تر لږه ۴۵ قوماندانان وژل شوي دي.

د افغانستان ټایمز له مخې د دفاع وزارت د جولای په ۱۸مه وویل چې افغان ځواکونو په ګڼ شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۸ اورپکي وژلي دي. څلور سرتېري هم وژل شوي.

جلا جلا خبري ادارو په دې مړو کې ځینې ښايي دویم ځلي راپور کړي وي. طلوع نیوز د افغان ملي اردو په حواله وویل چې د جولای په ۱۸مه نېټه د کندوز ولایت د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې کې لږ تر لږه اته تنه اورپکي او یو سرتېری ووژل شول.

د طلوع نیوز له مخې د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وویل چې هغو ځواکونو چې د جولای په ۱۸مه یې د دغه ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې د شپې عملیات ترسره کول، شپږ تنه اورپکي ووژل.

د طلوع نیوز د جولای د ۱۸مه نېټې د یو راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې افغانستان کې د تروریزم ضد عملیاتو کې د کندهار، غزني او هلمند ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوو والیانو او فراه او کابل ولایت لپاره د دوی د نومول شوو نایب والیانو په ګډون د طالبانو لږ تر لږه ۴۵ قوماندانان وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500