افغان ورونو د ماینونو د ښکار بې پیلوټه الوتکه جوړه کړه

فرانس پرېس خبري اژانس

ایندهووین، هالنډ-- فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې پخوانیو افغان کډوالو مسعود او محمود حسني داسې یوه ارزانه بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې ځمکني ماینونه پیدا کوي او له منځه وړي.

وحشت چې له حسني ورونو څخه، چې اوس په نیدرلنډز کې اوسېږي او هالنډي تابعیت لري، یې د هغوی د ماشومتوب نړۍ واخیستله اوس د هغوی په ژوند کې یوه د بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده.

په ۲۰۱۳ کال کې هغوی د خپلې «ماین کفون» وسیلې د جوړولو له امله چې د غونډسکې په څېر څرخکي بڼه لري او د باد په وسیله سره تاوېږي، نړیوال شهرت ترلاسه کړ. د دغې وسیلې پلاستیکی پرې د خپلې کاري پروسې پر وخت ځمکني ماینونه وهي.

د سپک ماشین نظریه -- په داسې حال کې چې د ساده ټکنالوجۍ او ټیټ قېمت په پام کې نیولو سره وستایل شوه -- خو داسې ښکاري چې د شمال د تېزېدلو په صورت کې به ښه کار نه کوي او دا چې نشي کولی چې په ماینونو فرش ځمکه په منظمه توګه وپوښي او دا تضمین کړي چې پاکه شوې ده.

د هغوی په تر ټولو تازه ماین پاله وسیله کې د بې پیلوټه الوتکې ټکنالوجي، درې بعدي یا تري ډي چاپ او داسې روبوټونه لګېدلي چې فلزي کشفوونکي لري چې ماینونه پیدا کوي او بالاخره له منځه یې وړي.

د دغه ۴.۵ کیلو ګرامه وزن لرونکې بې پیلوټه الوتکې چې شپږ روټر لرونکي لاستي لري او الوتنه ممکنوي هدف دا دی چې په هر ماین باندې یو کوچنی چارج لګوي چې هغه یې بیا چاودوي.

حسني ورونه غواړي چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې دغه وسیله د ازموینې له پاره افغانستان ته وېسي، هغوی د طالبانو له خوا په کابل د واکمنۍ له وخت راهیسې په لومړي ځل خپل هېواد ته ستنېږي.

مسعود چې ۳۲ کاله عمر لري په ۱۹۹۸ کال کې له افغانستان څخه راووت، ترهغه دوه کاله وروسته محمود چې ۳۰ کلن دی ورپسې راغی.

مسعود حسیني وویل، «د ماین کفون ایجاد د ماینونو په هکله د خبرتیا په برخه کې ډېر څه وکړل. مونږ داسې احساس کړه چې اوس نو د دې وخت دی چې حتی تر دې هم غښتلی کار وکړو چې ځمکني ماینونه شنډ کړو.»

د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندې کړای شویو معلوماتو په اساس، ځمکني ماینونه په ۷۸ هېوادونو کې خپاره شوي دي او هر کال د ۱۵۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ تنو تر منځ خلک وژني او بې شمېر نور معیوبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500