۲۳ افغان اورپکي، ۱۱ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستيو تاوتریخوالو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي او ۱۱ تنه عسکر ووژل شول او ۲۱ تنه شکمن یاغیان ونیول شول.

خامه پرېس د جولای په ۲۶مه د دفاع وزارت له قوله لیکلي چې د ۴۸ ساعتونو په دوران کې د داعش د درې مهم قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه اورپکي او ۱۱ تنه افغان عسکر وژل شوي دي. د دفاع وزارت وویل چې د دغو عملیاتو په بهیر کې شل تنه اورپکي توقیف شوي دي.

پژواک خبري اژانس د جولای په ۲۷مه د چارواکیو له قوله ولیکل چې د جولای په ۲۶ مه د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې ۷ تنه اورپکي وژل شوي چې ۴ تنه د جګړې په ډګر کې او ۳ تنه نور د خپل له وخت نه مخکې چاودلي ځمکني ماین د چاودنې په نتیجه کې وژل شوي دي. د ځمکني ماین د چاودنې د نېټې په هکله راپور نه دی ورکول شوی. ښایي چې دغه مړینې د خامه پرېس په راپور کې شاملې وي.

په ورته وخت کې، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اداري مدیر محمد رحیم امین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جولای په ۲۷مه په دغې ولسوالۍ کې جګړې ۳ تنه طالبان او ۴ تنه امنیتي پرسونل ووژل. هغه وویل چې نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې اورپکو د یادې ولسوالۍ په چلتان سیمه کې په پوستو باندې حمله وکړه.

طلوع نیوز د جولای په ۲۷مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د داعش یو شکمن بم جوړوونکی ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500