په ننګرهار ولایت کې د داعش مشر ووژل شو

د سټاف راپور

ننګرهار، افغانستان -- انټرنېشنل بزنس ټایمز د جولای په ۲۶مه د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ چې افغان سرتېرو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش یو مهم قوماندان وواژه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې د داعش وژل شوی قوماندان سعد الامارتي د دغه ګروپ د افغانستان - پاکستان د څانګې د اساس اېښودونکیو غړو له ډلې څخه وو او دا چې ګڼ ترهګریز بریدونه یې رهبري کړي دي.

افغان ځانګړیو ځواکونو الامارتي او خواوشا ۱۲۰ تنه نور اورپکي د جولای په ۲۴مه په کوټ ولسوالۍ کې د شپې په عملیاتو کې یوه ورځ وروسته له هغه ووژل چې د داعش یوه ځانمرګي برید په کابل کې لږ تر لږه ۸۰ کسان ووژل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د مۍ میاشتې راهیسې په ننګرهار ولایت کې ۶۵۴ تنه طالب او داعش اورپکي وژلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500