۹۱ افغان اورپکي او ۷ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز د جولای په ۳۱مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې افغان امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۹۱ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې امنیتي ځواکونو په بېلابېلا ولایتونو کې د داعش د ۲۰ غړو په شمول لږ تر لږه ۹۱ تنه اورپکي ووژل. د دفاع وزارت زیاته کړه چې په دغه جګړو کې ۷ تنه عسکر هم ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د جولای د ۳۱مې د راپور په اساس چارواکو وویل چې د جولای له ۳۰مې راهیسې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې په جګړه کې لږ تر لږه ۹ تنه اورپکي او یو امنیتي افسر ووژل شول. ښایي چې دغه ۱۰ تنه تلفات د هغو ۹۸ اورپکو او عسکرو د تلفاتو یوه برخه وي چې د دفاع وزارت یې په جلا ډول راپور ورکړی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک د جولای په ۳۱مه وویل چې عسکر او اورپکي د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې جګړه کوي، او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو له خانشین ولسوالۍ څخه اورپکي واېستل او په نادعلي ولسوالۍ کې یې د هغوی د پرمختګ مخه ونیوله.

هغه وویل چې امنیتي ځواکونه به ژر د هلمند ولایت په پاتې ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500