په کابل کې په هوټل باندې له حملې څخه وروسته ۳ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- درې تنه یاغیان، یو تن پولیس، پنځه تنه ملکیان او یو پخوانی افغان وکیل په کابل او لوګر ولایتونو کې د اورپکو په جلا جلا حملو کې ووژل شول.

رسنیو راپور ورکړ چې درې تنه یاغیان او پولیس افسر د اګست په ۱ نېټه په نارت ګېټ هوټل باندې له ترهګریزې حملې څخه وروسته په ډزو کې ووژل شول.

خامه پرېس د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي له قوله راپور ورکړ چې اورپکي وروسته له هغه په هوټل حمله وکړه او ورننوتل چې په چاودونکیو توکو یوه سنبال موټر ته یې له ودانۍ سره نژدې چاودنه ورکړه.

په ورته وخت کې، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اداري مدیر حمیدالله حمید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جولای په ۳۱مه د سړک د غاړې یوه بم د یوې ښځې په شمول پنځه تنه ملکیان ووژل.

همدارنګه خامه پرېس د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې وسله والو په کابل کې د ولسي جرګې یو پخوانی غړی اسدالله همتیار وواژه. همتیار پخوا د لوګر ولایت استازی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500