۲ پاکستاني امنیتي پرسونل او ۹ جنایتکاران ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور -- دوه تنه پاکستاني امنیتي پرسونل او ۹ تنه جنایتکاران او ترهګر د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې ووژل شول.

پولیسو وویل چې وسله والو کسانو د اګست په لومړۍ نېټه په پېښور کې د استخباراتو د دفتر یو چارواکی په مرګوني ډول وویشت. یوه داسې تنظیم چې بندېز پرې لګېدلی د دې پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

خیبر نیوز خبر ورکړ چې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د اګست په ۲مه د ډزو په تبادله کې یو پولیس افسر او یو جنایتکار یا اورپکی ووژل شول.

دنیا تلویزیون د سرحدي ملېشو (ایف سي) د ویاند په حواله خبر ورکړ چې امنیتي کسانو د اګست په ۲مه نېټه د بلوچستان ایالت په هوشاب کې ۳ تنه ترهګر ووژل او ۷ تنه شکمن ترهګر یې ونیول.

په عین حال کې، د جیو نیوز د راپور له مخې پولیسو وویل چې د پنجاب ایالت په ساهیوال ولسوالۍ کې د اګست په لومړۍ نېټه پولیسو د ډزو په یوه تبادله کې لږ تر لږه پنځه تنه لاره شکوونکي ووژل. درې تنه شکمن کسان وتښتېدل.

د سما تلویزیون د راپور په اساس، د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې وویل چې پولیسو د اګست په ۲مه په لاهور کې دوه تنه شکمن اورپکي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500