۷۲ افغان اورپکي او ۲۳ امنیتي سرتېري ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په تازه جنګونو کې لږ تر لږه ۷۲ تنه اورپکي او د یوې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په ګډون ۲۳ تنه امنیتي سرتېري ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، دفاع وزارت د اګست په لومړۍ نېټه په یوه بیانیه کې وویل چې افغان ځواکونو د هیواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۶۸ تنه اورپکي ووژل. ۲۱ تنه سرتېري هم ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو د اګست په لومړۍ نېټه وویل چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د څلورو ورځو په جګړه کې د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ تنه اورپکي ووژل شول. د هلمند ولایت والي حیات الله حیات د اګست په لومړۍ نېټه وویل چې په نادعلي کې کومکي ځواکونه ځای په ځای کړای شوي دي.

له دغو ۲۴ تنو اورپکو او ۴ تنو سرتېرو څخه چې په هلمند ولایت کې وژل شوي ځینې یې ښايي په هیواد کې په هغو تلفاتو کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د اګست په لومړۍ نېټه خبر ورکړی وو.

په عین حال کې، د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ اداري مدیر عبدالله معصومي د اګست په ۲مه وویل چې په دغې ولسوالۍ کې د اګست په لومړۍ نېټه د سرک د غاړې د یو بم چاودنې د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ډګرمن سخي داد عثماني وواژه.

معصومي وویل چې عثماني د هغو امنیتي پوستو چې د طالبانو له خوا پرې برید شوی وو د کتلو لپاره په لاره وو چې موټر یې په ځمکني ماین وخوت، او زیاته یې کړه چې ورپسې د ډزو په تبادله کې څلور تنه اورپکي ووژل شول.

خامه پریس د اګست په ۲مه خبر ورکړ چې د ملي امنیت د ریاست فعالانو په تازه پېښو کې شپږ تنه داسې طالبان ونیول چې د لغمان ولایت په مهترلام د یوه منظم برید د ترسره کولو د توطیې تور پرې لګول شوی دی. په خبر کې د هغوی د نیول کېدلو ځای نه دی ښودل شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500