په افغانستان کې ۱۲۹ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د طالبانو او د داعش د جنګیالیو په شمول لږ تر لږه ۱۲۹ تنه اورپکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې ووژل شول.

پژواک خبري اژانس د اګست په ۲مه د هلمند ولایت د والي د ویاند عمر ځواک له قوله راپور ورکړ چې د دغه ولایت په نادعلي او مارجه ولسوالیو کې د افغان هوایي ځواک له خوا د شپې له مخې په ترسره شویو هوایي حملو کې ۴۰ تنه طالبان ووژل شول.

۵ تنه نور اورپکي په پکتیا او لغمان ولایتونو کې ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل چې د اګست په لومړۍ نېټه یوې بلې هوایي حملې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانولږ تر لږه ۹ تنه نور قوماندانان ووژل.

پژواک خبري اژانس د اګست په ۲مه د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ د اداري مدیر عبدالخالق نورزي له قوله راپور ورکړ چې یوې بلې هوایي حملې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی وواژه.

خامه پرېس د اګست په ۳مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې د افغان هوایي ځواک دفاعي حملو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه ۱۳ تنه غړي ووژل.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اګست په ۲مه په یوه جلا بیانیه کې وویل چې افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۶۱ تنه طالبان ووژل.

د خامه پرېس د اګست د ۳مې د راپور په اساس، د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن وویل چې عسکرو چې د کوکچه ۰۷ عملیات یې ترسره کول د یاد ولایت د راغستان ولسوالۍ په ۱۲ کلیو کې لږ تر لږه ۲۷ تنه طالبان ووژل. ښایي چې دغه ۲۷ تنه د هغو ۶۱ تنو له جملې څخه وي چې افغانستان ټایمز یې د وژنې راپور ورکړی وو.

فروتن وویل چې دوه تنه عسکر ووژل شول.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال رحمت الله ترکستاني د اګست په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغان هوایي ځواک نورو حملو د یاد ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ۲ تنو ازبکانو په شمول لږ تر لږه ۱۸ تنه یاغیان ووژل.

ښایي چې دغه ۱۸ تنه وژل شوي کسان د هغو ۶۱ کسانو په ډله کې شامل وي چې افغانستان ټایمز یې د وژنې خبر ورکړی وو.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اګست په ۲مه په یوه بیانیه کې وویل چې په عین حال کې افغان ځواکونو د حقاني د ترهګرې شبکې ۵ تنه شکمن غړي د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سلام ټایمز ښاغلی مدیر صیب السلام علیکم.‌ د سلام ټایمز ویب سایټ مې نوی وکوت، ډېر ښکلي مطالب لري. ریښتیا یوه خبره دا ده چې د دې فورمې په اخر کې د «وسپارئ» له قوماندې نه پاس یوه برخه په دری لیکل شوې ده چې نامناسبه ښکاري.‌ دغه متن «مرا به یاد داشته باش» دی. زه حیران یم چې په پښتو کې ولې دری موجوده ده.‌ هیله ده چې اصلاح یې کړئ او په ځای یې پښتو ولیکئ. والسلام.‌ عبدالله

ځواب ورکړئ