د افغان محلي پولیسو قوماندان ووژل شو؛ ۲ بهرني پروفیسران په کابل کې وتښتول شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه دوه کسان چې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان په کې شامل وو په وروستیو کې په افغانستان کې ووژل شول، په داسې حال کې چې نامعلومو مجرمانو دوه بهرني استادان په کابل کې وتښتول. په ورته وخت کې، ۳۵ تنه اورپکي په جوزجان ولایت کې تسلیم شول.

د کابل ولایت د بګراميو ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمد ایوب خامه پرېس ته تایید کړه چې یو بم چې د اردو په یوه موټر کې ځای پرځای شوی وو د اګست په ۸مه د دغه ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې وچاودېد چې یو کس په کې ووژل شو.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وویل چې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان د اګست په ۶مه د دغه ولایت په مهترلام کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې نامعلومو جنایتکارانو د اګست په ۷مه دوه تنه بهرني استادان چې په پلازمېنه کابل کې یې کار کاوه وتښتول.

په عین حال کې، افغانستان ټایمز د جوزجان ولایت د یوه ولایتي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې خواوشا ۳۵ تنه یاغیان د اګست په ۷مه په دغه ولایت کې تسلیم او د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیز وویل چې دغو پخوانیو اورپکو ته به د استوګنې نومرې او نور شیان ورکول شي چې هغوی به د دې وړ کړي چې خپل معیشت پرې جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500