کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه افغان اورپکي او ۹ تنه عسکر ووژل شول.
افغانستان ټایمز د اګست په ۹مه د دفاع وزارت له قوله وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۶۸ تنه اورپکي ووژل.
په دغې موده کې ۹ تنه عسکر ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت د اګست په ۱۰مه وویل چې عسکرو د اګست په ۹مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه تش په نامه ولسوال په شمول ۱۴ تنه یاغیان ووژل.
ښايي چې دا ۱۴ تنه مړه شوي کسان د هغو ۶۸ یاغیانو په ډله کې شامل وي چې افغانستان ټایمز یې د وژنې راپور ورکړی وو.