د افغانستان په تاوتریخوالي کې ۲۴ اورپکي او ۲ پولیسان ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې، د افغانستان په درې ولایتونو کې په جګړه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه اورپکي،‌ دوه پولیس افسران او یو ملکي کس ووژل شول‌.‌

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو د اګست په ۱۰مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه د داعش اورپکي ووژل.‌

افغانستان ټایمز د کورنیو چارو د وزارت د اګست د ۱۰مې د یوې اعلامیې په اساس لیکلي چې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه اورپکي د اګست په ۹مه د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

ځایي چارواکو خامه پرېس ته وویل چې په یوه جلا پېښه کې د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د اګست په ۱۰مه د سړک د غاړې یوه بم لږ تر لږه دوه تنه پولیس افسران او یو ملکي شخص ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500