افغان چارواکی اتمر په دوشنبه او بشکېک کې د امنیت په هکله خبرې اترې کوي

د سټاف راپور

دوشنبه -- رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستیو وختونو کې دوه ورځې په دې ولګولې چې له قرغز او تاجک چارواکو سره د امنیت په هکله خبرې اترې وکړي.

د kabar.kg د خبر له مخې، اتمر د اګست ۱۱مه په بشکېک کې تیره کړه چې هلته هغه د قرغزستان د دفاعي شورا له منشي تمیرجمعه قدیروف سره خبرې اترې وکړې. اتمر او جمعه قدیروف په افغانستان کې د وضعې او په منځنۍ اسیا باندې د هغې د تاثیراتو په هکله خبرې اترې وکړې. همدارنګه، هغوی د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق پر ضد جګړه کې د همکارۍ د اړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.

د اګست په ۱۰مه په دوشنبه کې اتمر او تاجک جمهور رییس امام علي رحمان هم د ترهګرۍ او د نشه یي موادو د قاچاق پر ضد د یوې بې رحمانه او ګډې جګړې د اړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.

رحمان وویل چې له افغانستان سره همکاري د تاجکستان د بهرنۍ پالیسۍ له پاره یو د لوړې کچې لومړیتوب دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500