افغان ځواکونو په پکتیا کې لاره بېرته خلاصه کړه،‌ او په نورستان کې یې د اورپکو حمله په شا وتمبوله

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز د دفاع وزارت د اګست د ۱۴مې د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې یو سړک چې د پکتیا ولایت جانیخېلو ولسوالۍ ته ځي بېرته خلاص کړ.‌

طالبانو د یادې لارې په بندولو سره ځایي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي ول.

په عین حال کې، افغانستان ټایمز د نورستان ولایت د والي حافظ عبدالقیوم له قوله راپور ورکړ چې عسکرو د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د اورپکو یوه حمله په شا وتمبوله.‌

قیوم وویل چې په حمله کوونکیو کې بهرني جنګیالي شامل ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500