د ۵۰ افغان اورپکو پشمول ۲ ښځینه ځانمرګې بمي برید کوونکې ووژل شوې

د سټاف راپور

کابل -- افغان ځواکونو په وروستیو کې د دوه داسې ښځو په شمول چې غوښتل یې چې ځانمرګي بمي بریدونه وکړي ۵۰ تنه اورپکې ووژل.‌

طلوع نیوز د افغان ملي اردو د یوې اعلامیې په اساس وویل چې عسکرو د اګست په ۱۵مه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ‌ ولسوالۍ کې او د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالبان ووژل.‌

په عین حال کې،‌ افغانستان ټایمز او خامه پرېس د اګست په ۱۵مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې ۲۷ یا ۲۹ تنه اورپکي پشمول د دوه ښځینه ځانمرګې بمي بریدګرو چې د ځانمرګو بمي بریدونو واسکټونه یې پر تن ول په وروستیو کې د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې په جګړه کې ووژل شوې.‌ سرچینو په دې هکله سره اختلاف درلود چې ایا د وژل شویو اورپکو ټول شمېر ۲۷ تنه ول که ۲۹ تنه.‌

چارواکو وویل چې، جګړه په وایګل کې وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو د اګست په ۱۴مه په دغه ولسوالۍ باندې حمله وکړه.‌ هغه بمی برید کوونکي چې فکر کېده چې ځانمرګي بریدونه به وکړي «ځوانې نجونې» ګڼل شوي دي.‌

چارواکو د اګست په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ایتلافي ځواکونو په وروستیو کې په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ووژل.‌

خامه پرېس د اګست په ۱۶مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې په کندوز ولایت کې د طالبانو یو قوماندان له یوې وسله والې نښتې څخه وروسته ونیو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500