افغان ځواکونو ۲۲ طالبان ووژل،‌ د نشه يي توکو ۲ شکمن قاچاقچیان یې ونیول

د سټاف راپور

کندوز -- افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي ووژل او دوه شکمن د نشه یي توکو قاچاقچیان یې ونیول.‌

خامه پرېس د اګست په ۱۷مه راپور ورکړ چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي ووژل.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ د کورنیو چارو وزارت وویل چې نورو عسکرو په وروستیو وختونو کې د کندوز ولایت د خان اباد او چاردره ولسوالیو د طالبانو یوه حمله په شا وتمبوله،‌ او لږ تر لږه ۱۹ تنه طالبان یې ووژل.‌ د کورنیو چارو د وزارت د وینا په اساس،‌ اورپکو د اګست په ۱۶مه حمله پیل کړه.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وویل چې په دغې ولسوالۍ کې سخت جنګ جریان لري.‌

پژواک خبري اژانس د اګست په ۱۷مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله خبر ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې پولیسو په وروستیو وختونو کې د نشه یي توکو دوه تنه شکمن قاچاقچیان له ۸۰۰ کیلوګرامه څخه ډېر اپین سره په بامیان ولایت کې ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500