کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغانستان د اګست په ۱۸مه د خپلې خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه ولمانځله. دغه ورځ د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ د تړون د لاسلیک په یاد لمانځل کیږي.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې د جمهور رییس اشرف غني او د حکومت د اجرایه رییس عبدالله عبدالله په شمول چارواکو د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې په لمانځنه کې برخه واخیسته.
جمهور رییس غنی په خپله بیانیه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او د داعش په شمول د اورپکو د ماتولو له پاره یې خپل تعهد بیا تکرار کړ.