افغانانو د طالبانو دا پلان خراب کړ چې د زده کوونکي جسد د په لاس جوړې چاودونکې وسیلې په حیث استعمال کړي

د سټاف راپور

فاریاب، افغانستان -- خامه پرېس د اګست په ۲۴مه د فاریاب ولایت د والي د ویاند جاوېد بیدار له قوله راپور ورکړ چې افغان مقاماتو په وروستیو کې د طالبانو یو پلان خراب کړ چې د پوهنتون د یوه سر پرې کړي محصل جسد د یوه په لاس جوړې کړې چاودونکې وسیلې په حیث استعمال کړي.

بیدار وویل چې اورپکو دغه محصل په فیض اباد ولسوالۍ کې په یوه لویه لاره وتښتولو او سر یې ور پرې کړ، او زیاته یې کړه چې بیا هغوی د هغه په بدن کې یو بم ځای پرځای کړ او د سړک تر څنګ یې پرېښود.

بیدار وویل چې عسکرو مخکې له دې چې اورپکي بم ته چاودنه ورکړي د هغه فیوز واېست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500