په کابل کې د پوهنتون په حمله کې د محصلانو په شمول ۱۳ تنه ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان عسکرو د اګست د ۲۵مې په سهار هغه دوه تنه ترهګر ووژل چې د اګست په ۲۴مه په کابل کې په یوه حمله کې د پوهنتون انګړ ته ننوتي ول.

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي وویل چې ترهګرو د ۷ تنو محصلانو، ۲ تنو امنیتي ساتونکیو، د ښوونځی د یوه چارواکي او ۳ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل. هغوی د پوهنتون انګړ ته د ورننوتلو له پاره په چاودونکیو توکو سنبال موټر استعمال کړ.

رحیمي وویل چې امنیتي منسوبینو خواوشا ۷۵۰ تنه محصلان او اداري کارمندان د پېښې له صحنې څخه وژغورل. طلوع نیوز راپور ورکړ چې جمهور رییس اشرف غني دغه حمله د پرمختګ او انکشاف د ودرولو یوه هڅه وګڼله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500