افغان ځواکونو ۳۰ اورپکي ووژل؛ د سړک د غاړې بم ۴ کسان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل، په داسې حال کې چې یوه د سړک د غاړې بم په بلخ ولایت کې لږ تر لږه څلور تنه افغانان ووژل.

خامه پرېس د اګست په ۲۵مه د ننګرهار د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې عسکرو چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې یې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، لږ تر لږه ۳۰ تنه طالبان ووژل.

د امنیې قوماندان جنرال عبدالرزاق قادري طلوع نیوز ته وویل چې د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یوه بم د اګست په ۲۵مه لږ تر لږه ۴ کسان ووژل.

قادري وویل چې دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې د پارلمان یو غړی اسدالله شریفي له سیمې څخه تېرېده. شریفي ته زیان ونه رسېد، خو د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500