پاکستان ژمنه کوي چې په کابل کې په پوهنتون د ډلوژنې د مجرمانو په نیولو کې همکاري کوي

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغانستان او پاکستان په دې سره سلا شوي چې په کابل کې په یوه پوهنتون د اګست د ۲۴مې د مرګونې حملې چمتو کوونکي پیدا کړي.

افغان سرتېرو ټول حمله کوونکي د اګست د ۲۵مې تر سهاره پورې ووژل، خو ترهګرو لږ تر لږه ۱۳ تنه افغانان ووژل.

د خامه پرېس د اګست د ۲۵مې د راپور په اساس، د افغان جمهور رییس اشرف غني دفتر وویل چې غني د پاکستان لوی درستېز جنرال راحیل شریف ته ټیلیفون وکړ او په هغه یې فشار واچاوه چې د هرو هغو مجرمانو پر ضد لاس په کار شي چې په پاکستان کې موجود دي.

د سما د اګست د ۲۵مې د راپور په اساس د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) وویل چې راحیل یاده ډلوژنه وغندله او غني ته یې اطمینان ورکړ چې پاکستان به اجازه ورنه کړي چې د هغوی خاوره په افغانستان کې د کومې ترهګرۍ له پاره وکارول شي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) وویل چې د اګست د ۲۵مې په ټیلیفوني خبرو کې چې راحیل پيل کړې، هغه غني ته د حملې د چمتو کوونکیو د لټولو او نیولو په برخه کې د پوره همکارۍ اطمینان ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500