د نظامي افسرۍ ۱۰۹ ښځینه افغان محصلانو په ترکیه کې خپلې زده کړې تکمیل کړې

د سټاف راپور

کابل-- چارواکو خامه پرېس ته وویل چې د نظامي افسرۍ د ۱۰۹ تنو ښځینه افغان محصلانو یو ګروپ د اګست په ۲۸مه په ترکیه کې د درې میاشتنی روزنیز کورس له بشپړولو څخه وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

د دفاع وزارت مرستیال جنرال حبیب الرحمان افضل وویل چې دغه نظامي افسرانې به په بېلابېلو پستونو کې خدمت کول پيل کړي.

افضل وویل چې خواوشا ۱۵۰۰ ښځې دا مهال په دفاع وزارت کې خدمت کوي، او زیاته یې کړه چې دغه وزارت د ښځو له پاره په اردو کې ۱۰٪ تشکیل په پام کې نیولی دی.

چارواکو وویل چې په وروستیو کلونو کې له ۵۰۰ تنو څخه ډېرو ښځینه افغان پولیس محصلانو په ترکیه کې روزنه ترلاسه کړې ده. هغوی ټولو په بېرته راستنېدلو سره د کورنیو چارو وزارت سره کار شروع کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500