کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان سرتېرو د سپتمبر په ۱ نېټه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ۷ تنه یاغیان ووژل.
طلوع نیوز د ولایتي ادارې د ویاند سلیم خان صالح له قوله راپور ورکړ چې اورپکو په څرخ کې د ولسوالۍ په ودانۍ برید وکړ، خو عسکرو هغوی ووژل.
د خامه پرېس د سپتمبر د ۱ نېټې د راپور له مخې، د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې د یادې ادارې منسوبینو په دې وروستیو وختونو کې د تورخم په کرښه دوه تنه شکمن ځانمرګي بریدګر په جلال اباد کې له برید کولو څخه مخکې ونیول.
خامه پرېس د اګست په ۳۱مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت د ادارې فعالانو په وروستیو وختونو کې ۲۱ تنه شکمن کسان چې د طالبانو د کوېټې شورا سره د ارتباط تور پرې پورې وو په کندهار ولایت کې ونیول.