۵۸ افغان اورپکي، ۸ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۵۸ تنه اورپکي او ۸ تنه امنیتي پرسونل د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو نښتو کې ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د سپتمبر په ۵ مه وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې ۶ تنه افغان سرتېري هم ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، په مړو اورپکو کې ۱۳ تنه د داعش هغه غړي شامل ول چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک په یوه حمله کې ووژل شول.

خامه پرېس د سپتمبر په ۴ مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله ولیکل چې ۱۱ تنه بهرني جنګیالي د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د سپتمبر د ۳ مې په یوه هوایي حمله کې ووژل شول.

د لوګر ولایت د پولیسو چارواکي ډګروال محمد جان عابد د سپتمبر په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورپکو د سپتمبر په ۵ مه د هغو دوه تنو پولیس افسرانو جسدونه د یاد ولایت په پادخاب ولسوالۍ کې غورځولي ول چې هغوی یوه ورځ مخکې په پل عالم کې تښتولي ول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي د سپتمبر په ۴مه وویل چې د کابل پولیسو په وروستیو کې ۴ تنه شکمن ځانمرګي بریدګر ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500