کابل -- افغان سرتېرو په وروستیو کې په پکتیا او غزني ولایتونو کې ۹۲ تنه اورپکي ووژل، په داسې حال کې چې ۷ تنه طالبان په سرپل ولایت کې تسلیم شول.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، تورن جنرال اسدالله شیرزاد د سپتمبر په ۶مه وویل چې عسکرو د پکتیا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ووژل. هغه وویل چې دغې جګړې څو ورځې دوام وکړ او د سپتمبر په ۵ مه پای ته ورسېده.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني والي عبدالکریم متین د سپتمبر په ۶مه وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ یوه ترسره شوې حمله په شا وتمبوله، او لږ تر لږه ۸۰ تنه طالبان یې ووژل.
متین وویل چې په جګړه کې ۵ تنه عکسر ووژل شول.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې په عین حال کې ۷ تنو طالبانو د سپتمبر په ۶ مه په سرپل ښار کې خپلې وسلې پرځمکه کېښودې.