ترکمنستان د افغان سي بي اېمونو په هکله د بحث کوربه توب کوي

د سټاف راپور

عشق اباد -- د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (OSCE) د سپتمبر په ۶ مه وویل چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یاده نېټه د هغو سیمه ییزو تخنیکي کاري ګروپونو د څلورم مجلس کوربه وو چې په افغانستان کې د اعتماد جوړونې د ګامونو (CBMs) په برخه کې تخصص لري. دغه کاري ګروپونه د استانبول د پروسې برخې دي، دغه پروسه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یو پلاټفورم دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې وویل چې دغه کاري ګروپونو په افغانستان کې د مختلفو هېوادونو «د فعالیتونو او د زېربناء د پروژو په هکله د راتلونکیو عملي پلانونو په هکله» راپورونه ورکړل.

ترکمنستان او اذربایجان له ۲۰۱۲ کال راهیسې په شریکه د سیمه ییزې زېربناء د سي بي اېم د تخنیکي ګروپونو مشري کوي. په سیمه ییزو سي بي اېمونو کې د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ او د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د ګازو د پایپ لین جوړونه شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500