افغان ځواکونو په ترینکوټ کې ۱۸۰ طالبان ووژل

د سټاف راپور

ترینکوټ، افغانستان -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د سپتمبر په ۸ مه د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې لږ تر لږه ۱۸۰ تنه طالبان ووژل.

د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزي وویل چې طالبانو د دغې ورځې په پیل کې په ترینکوټ حمله وکړه، خو مرستندویو ځواکونو له ځایي عسکرو سره مرسته وکړه چې هغوی بېرته په شا وتمبوي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وویل چې د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ میوند قول اردو قوماندان له خپلو ځواکونو او هوایي مرستې سره ترینکوټ ته ورسېد چې طالبانو ته یې درانه تلفات ورواړول.

نایاب وویل چې ۱۱ تنه پولیس افسران ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500