د هلمند عملیاتو ۱۶۰ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند والي حیات الله حیات د سپتمبر په ۸ مه وویل چې امنیتي ځواکونو په وروستیو کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه طالبان د هلمند - کندهار د لویې لارې د پرانستلو پر وخت ووژل.

حیات وویل چې عسکرو د لارې د پاکولو په ترڅ کې خواوشا ۱۰۲۰ ځمکني ماینونه شنډ کړل.

یوې امنیتي سرچینې وویل چې اورپکو په وروستیو وختونو کې د لویې لارې په پوستو د حملو کولو پر وخت لږ تر لږه ۲۵ تنه پولیس افسران ووژل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د امنیې قوماندان محب الله د سپتمبر په ۹مه وویل چې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۸ تنه افغانان د سپتمبر په ۸ مه د یوه بم د چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. سره له دې چې خامه پریس راپور ورکړ چې د چاودنې سبب د هاوان مرمۍ وه.

په یوه بل خبر کې، د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور د سپتمبر په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورپکو په وروستیو وختونو کې د یاد ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې له یوه موټر څخه ۱۱ تنه مسافر وتښتول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو د سپتمبر په ۸ مه وویل چې په وروستیو وختونو کې د پنځوو شمالي ولایتونو له پاره د طالبانو د کمېسیون د مشر په شمول ۱۲ تنه طالبان په جوزجان ولایت کې تسلیم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500